شنونکي: د وسله والو طالبانو څخه د ایران ملاتړ د افغانانو ژوند ګواښي

شنونکي وايي، د ایران لخوا د وسله والو طالبانو هر اړخېز ملاتړ د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، ایران نه یوازې د وسله والو طالبانو د جګړې ملاتړ کوي؛ بلکه د ټولو هغه بنسټيزو پروژو مخه هم نیسي، چې افغان ملت ته یې ګټه رسیږي او افغانستان د یادو پروژو په پلي کیدا سره په خپلو پښو د دریدلو جوګه کیږي.

د راپورونو پر بنسټ نن دوشنبه هلمند کې د افغان هوايي ځواک یوه بلک هاک چورلکه د نامعلومو دلایلو له امله بیړنۍ ناسته کړې؛ خو یو شمېر سرچینې وايي، چې چورلکه د هلمند کجکي بریښنا بند د ساختماني کارونو لپاره مواد انتقالول، چې د وسله والو طالبانو لخوا په نښه شو.

ایران تر ډېره په هلمند کې د کجکي بند د جوړیدو مخالف ګڼل کیږي او څو وارې یې د یاد بند د جوړیدا په اړه اعتراض هم کړی.

د چارو شنونکي د طیارو ضد وسلو ته د وسله والو طالبانو لاسرسی ډېر د اندیښنې وړ موضوع ګڼي او وايي، چې ایران د امریکا سره خپله نیابتي جګړه افغانستان کې مخ ته وړي.

د دوی په نظر ایران د وسله والو طالبانو د کرایه کیدلو په بدل کې خپل ګڼ اهداف، چې نیابتي جګړه، د افغان حکومت کمزوي کولو او د اوبو بندونو مخنیوی دی ترلاسه کوي.

د شنونکو په وینا، یو شمېر ولایاتونو کې د وسله والو طالبانو سره د ایران جوړ وسلې او مهمات هم نیول شوي دي، چې دا هم د وسله والو ډلو څخه د ایران ښکاره ملاتړ څرګندوي.

د ویلو ده، چې تېره اونۍ د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و، چې د تهران او واشنګټن د اړېکو د خرابوالي له امله ایران د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ نه کوي.

  • 08 زمری 1399